زمونږ په اړه

معرفت او تاریخچه

ځوانان د ټولنې لپاره مؤسسه (وایسو) یوه ملي غیر دولتي غیر انتفاعي موسسه ده چې د 2021 کال د مارچ په 8 کې د افغانستان د اقتصاد وزارت سره ثبت او راجستر شوی ده ، زموږ د سازمان(YSO) اساس دافغانستان زیانمن شویو ټولنو ته دبشردوستانه ملاتړ چمتو کول دي، چې زموږ د هیواد د ټولنیزو کلتوري ارزښتونو د اصولو پراساس ولاړ وی . ټولنیز، اقتصادي، او چاپیریال له پلوه د دوامداره بشري پراختیا د حل په برخه کې لارښوونې او مرستېچمتو کول دي. لکه څیړنه، ډیالوګ، شبکه کول، ملګرتیا، او د حل لارې تبادله وغیره YSO یوه سیمه ایزه موسسه ده چې هڅه کوي سرچینې، وخت او انرژي د ځایی اړتیاوو په ځواب کې د مداخلو په برخه کې پانګونه او مرسته وکړي، د ځایی ټولنو، رسمي او غیر رسمي ادارو سره د نږدې مشورې وکړی او حل لاری ورته ولټوی. موږ د پروګرامونو او پروژو د پراختیا او د ټولنې د مرستې، بیارغونې او پراختیا کې د مرستې لپاره د خدماتو چمتو کولو فرصتونو په لټه کې یو. موږ باور لرو چې د پرمختګ په بهیر کې د ښځو او ځوانانو له فعال او متقابل رول پرته به په افغانستان کې د پرمختګ یو خیال او عبس فکر وي. د ځوانانو (نارېنه او ښځینه ) پراختیا او پیاوړتیا زموږ د تمرکز یوه مهمه او کلیدي برخه ده.